ads

تادين خان: د خپل ورور غچ اخلم

د کندهار امنيه قوماندان تورن جنرال تادين خان وايي، د امنيت ساتلو په چارو کې د خپل ورور تګلاره تعقيبوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
24 لړم 1397
تادين خان: د خپل ورور غچ اخلم

د کندهار امنيه قوماندان تورن جنرال تادين خان وايي، د امنيت ساتلو په چارو کې د خپل ورور تګلاره تعقيبوي.
تورن جنرال تادين خان چې د خپل ورور ستر پاسوال عبدالرازق تر وژل کېدو وروسته د کندهار د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوی له پژواک سره په مرکه کې د امنيتي وضعيت په اړه ډاډ ورکړی او ويلي يې دي، د خپلو خلکو او خاورې لپار به هغه څه کوي چې ورور يې کول.
ده زياته کړه، ورور يې د غلو، وسله والو مخالفينو او ترهګرو پر وړاندې په کلکه ولاړ و او دی به هم کټ مټ هماغه تګلاره مخ ته وړي.
هغه د کندهار له اوسېدونکو او ټولو هېوادوالو مننه وکړه چې د ورور پر مړينه يې د دوی له کورنۍ سره غمشريکې کړې او دغه څه يې د حوصلې د لوړېدو سبب شوي.
نوموړي له جمهور رييس څخه هم مننه وکړه چې پر ده يې باور وکړ او د کندهار د امنيت ساتلو مسووليت يې ورسپارلی دی.
د کندهار مخکنی امنيه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق تېره مياشت د تلې په ۲۶مه شاوخوا څلور بجې په کندهار ولايت مقام کې د والي د يوه ساتونکي له خوا ووژل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA