ads

په فارياب كې يو پوليس له يوه هاموې ټانك سره طالبانو ته ورغلی

يو ملي پوليس د فارياب په المار ولسوالۍ كې له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوى، يو عراده هاموې ټانك او يو ميل كلاشينكوف يې هم طالبانو ته سپارلي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 لړم 1397
په فارياب كې يو پوليس له يوه هاموې ټانك سره طالبانو ته ورغلی

يو ملي پوليس د فارياب په المار ولسوالۍ كې له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوى، يو عراده هاموې ټانك او يو ميل كلاشينكوف يې هم طالبانو ته سپارلي دي.
د المار ولسوال محمد صالح صالح د دغه سرتېري نوم ذبيح الله يادوي او په خبره يې، هغه دا كار تېر مازديګر كړى دى.
بل پلو د فارياب د لويې لارې پوليسو قوماندان محمد حنيف وايي، له طالبانو سره يوځاى شوى پوليس د المار ولسوالۍ د جلګلدي كلي اوسېدونكى دى.
طالبانو هم ورسره د ذبيح الله په نوم د پوليس يوځاى كېدل او ورته د يوه هاموې ټانك او دوه ميله وسلو سپارل تاييد كړي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې ګڼ شمېر افغان سرتېرو په وخت د نه تجهيزېدو، معاش نه وركولو او ځينو نورو ستونزو له كبله شكايتونه كړي او ځينې يې وسله والو طالبانو سره يوځاى شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA