ads

پاكستان افغان ناروغانو ته اسانتياوې ډېروي

د خيبر پښتونخوا ايالت د روغتيا وزير هشام انعام الله خان وايي، داسې يوه طرحه تر کار لاندې لري، چې له مخې به يې په دغه ايالت كې د افغان ناروغانو لپاره اسانتياوې ډېرې شي او له دې لارې به ټول افغان ناروغان خيبر پښتونخوا ته ور جلب كړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 لړم 1397
پاكستان افغان ناروغانو ته اسانتياوې ډېروي
Afghan nationals carry their passports as they wait to extend their visas outside the Pakistani immigration office in Peshawar on March 13, 2017, following the Pakistani Torkham and Chaman borders were closed with Afghanistan. A spike in tensions led to the border being closed following a spate of attacks in Pakistan, the deadliest of which was a suicide attack at a crowded Sufi shrine in Pakistan's Sindh province which killed 90 people, and which was claimed by the Islamic State (IS) group. / AFP PHOTO / ABDUL MAJEED

د خيبر پښتونخوا ايالت د روغتيا وزير هشام انعام الله خان وايي، داسې يوه طرحه تر کار لاندې لري، چې له مخې به يې په دغه ايالت كې د افغان ناروغانو لپاره اسانتياوې ډېرې شي او له دې لارې به ټول افغان ناروغان خيبر پښتونخوا ته ور جلب كړي.
نوموړى پرون په پېښور کې د يوې خبري غونډې په مهال پر خپلې نوې ۱۰۰ ورځنۍ طرحې او د افغانانو په تړاو د پاکستان پر وروستيو سياستونو وغږېده.
انعام الله خان وويل، وروسته له هغې، چې په افغانانو ويزه جبري کړای شوه، په خيبر پښتونخوا ايالت كې يې پر روغتيايي سكټور منفي اغېز وکړ او دوی هڅه کوي، چې افغانانو ته بېرته اسانتياوې رامنځته کړي.
د هغه په وينا، د پاکستان د تحريک انصاف واکمن ګوند پاليسي دا ده، چې روغتيايي اسانتياوې ډېرې کړي او نه يوازې د يوې ځانګړې برخې، بلكې د ټولې سيمې د رغولو لپاره كار وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA