د ازادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا وايي، د ټاكنو خپلواك كمېسيون لخوا د جمهوري رياست ټاكنو لپاره د چمتووالي په اړه اندېښنه لري.
د دغه بنسټ اجرايوي رئيس محمد يوسف رشيد نن د ولسي جرګې په ټاكنو كې د فيفا د موندنو په اړه جوړې شوې خبري غونډې ته وويل، پر دې سربېره، چې په تېرو ټاكنو كې ګڼې ستونزې موجودې وې، څارونكي بنسټونه او خلك نه پوهېږي، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د جمهوري رياست، ولايتي شوراګانو، په غزني كې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاكنې ټولې يوځاى ترسره كوي او كه جلا جلا.
هغه زياته كړه، كمېسيون بايد د راتلونكو ټاكنو لپاره د قانون په رڼا كې خپل تصميم ونيسي او له خلكو سره يې شريك كړي.
د فيفا اجرايوي رئيس په ورته وخت كې د ټاكنو له خپلواك كمېسيون څخه غواړي، چې له راتلونكو ټاكنو څخه وړاندې بايد د هغو ستونزو په تړاو، چې په تېرو ټاكنو كې موجودې وې، خپل اصلاحي پروګرام اعلان كړي، كنه په همدې حال سره بيا ټاكنې ترسره كول به لا زياتې ستونزې ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ