ads

د کابل ښار ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اړولې

د كابل ښار د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه او ۳۰ دقيقې ځانمرګى بريد وشو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 لړم 1397
د کابل ښار ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اړولې

د كابل ښار د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه او ۳۰ دقيقې ځانمرګى بريد وشو.
د كورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي كليد ته وويل، دا ځانمرګى بريد د استقلال لېسې مخې ته پر هغو امنيتي سرتېرو شوى، چې د لاريون كوونكو د امنيت د ټينګښت لپاره ګومارل شوي وو.
د نوموړي په خبره، په دې ځانمرګي بريد کې د ښځو او امنيتي سرتېرو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي. رحيمي وايي، ځانمرګي بريد له لاريون کوونکو په يو څه واټن کې ترسره شوی دی.
د دغه ځانمرګي بريد مسووليت تر دې دمه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
ياد بريد په داسې حال كې شوى، چې د كابل ښار په بېلابېلو سيمو كې د سلګونو كسانو لاريونونه روان وو.
دوى له حکومته د اروزګان د خاص اروزګان او د غزني د جاغوري او مالستان ولسواليو د امنيت د ټينګښت غوښتنه کوله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA