ads

د غزني جاغوري او مالستان ولسواليو ته اضافي امنيتي سرتېري لېږل شوي

امنيتي چارواكي وايي، د غزني جاغوري او مالستان ولسواليو ته د كومانډو په ګډون اضافي امنيتي سرتېري لېږل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 لړم 1397
د غزني جاغوري او مالستان ولسواليو ته اضافي امنيتي سرتېري لېږل شوي

امنيتي چارواكي وايي، د غزني جاغوري او مالستان ولسواليو ته د كومانډو په ګډون اضافي امنيتي سرتېري لېږل شوي دي.
د هېواد د وسله والو ځواكونو لوى درستيز محمد شريف يفتلي نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، دمګړۍ په يادو ولسواليو كې نښتې روانې دي او تراوسه وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه په جاغوري او مالستان ولسواليو كې د كومانډو ځواكونو تلفات تاييد كړل، خو د كره شمېر په اړه يې څه ونه ويل.
يفتلي وايي، امنيتي سرتېري د هېوادوالو دفاع ته ژمن دي او طالبان به پرېنږدې، چې د غزني په دغو ولسواليو كې خپلو هدفونو ته ورسېږي.
وسله والو طالبانو بيا ويلي، چې تېره شپه يې د غزني مالستان ولسوالي نيولې او هلته يې په جګړو كې لسګونو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA