ads

امريکا له هنده په سيمه کې د زيات پوځي رول لوبولو غوښتنه وکړه

د هند ټايمز اف انډيا ورځپاڼه ليکي، واشنګټن هيله څرګنده کړې، چې نوی ډيلی به په سيمه کې خپل پوځي رول زيات کړي او دغه راز ټاکل شوې د دواړو هېوادونو ترمنځ په راتلونکي ميلادي کال کې لومړي لوی د وچې او سمندر پوځي تمرينونه ترسره شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 لړم 1397
امريکا له هنده په سيمه کې د زيات پوځي رول لوبولو غوښتنه وکړه

د هند ټايمز اف انډيا ورځپاڼه ليکي، واشنګټن هيله څرګنده کړې، چې نوی ډيلی به په سيمه کې خپل پوځي رول زيات کړي او دغه راز ټاکل شوې د دواړو هېوادونو ترمنځ په راتلونکي ميلادي کال کې لومړي لوی د وچې او سمندر پوځي تمرينونه ترسره شي.
ورځپاڼه وايي، هند د امريکا لپاره لومړيتوب لري او يو ستر دفاعي همکار يې ګڼي او له همدې کبله واشنګټن هڅه کوي نوى ډيلى وهڅوي، چې له جاپان او اسټراليا سره هم پوځي اړيکې پراخې او پوځي تمرينونه ترسره کړي.
د شنونكو په اند، امريکا فکر کوي، چې هند کولای شي د يوه فولادي دېوال په توګه د چين په وړاندې ودرېږي او په دې سره اوقيانوس سيمه يوه امنه سيمه ساتل کېدای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA