ads

په باميان کې د سيمه ييزې اردو کنډک او يوه ځانګړې قطعه جوړېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په باميان کې د سيمه ييزې اردو يو کنډک او يوه ځانګړې قطعه ايجادېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 لړم 1397
په باميان کې د سيمه ييزې اردو کنډک او يوه ځانګړې قطعه جوړېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په باميان کې د سيمه ييزې اردو يو کنډک او يوه ځانګړې قطعه ايجادېږي.
هغه دا خبره پرون ماسپښين دې ولايت ته د سفر په لړ كې د خلکو د بېلابېلو اقشارو په ستره غونډه کې د وينا په مهال وكړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، د باميان امنيت ورته باارزښته دى او په همدې هدف په ګاونډيو ولايتونو کې ځانګړي عمليات شدت مومي.
ده د امنيت په خاطر د باميان د خلکو غوښتنې ته په اشارې وويل، د دغه ولايت لپاره يې د ملي امنيت د ځانګړې قطعې د ايجاد حکم لاسليک کړى، چې ژر به خپل کار پيل کړي او د هېواد لوى درستيز ته يې لارښوونه وکړه، چې د باميان لپاره د سيمه ييزې اردو د يوه کنډك د ايجاد ترتيب نهايي کړي.
وروسته جمهور رئيس غني د باميان ښار د ماسټر پلان سند لاسليک او د دې ولايت پنځو تنو اوسېدونکو ته يې د باميان ښار د غيرې پلاني سيمو د ملکيت سندونو په وېشلو سره دغه بهير پيل کړ.
د هېواد جمهور رئيس دايكندي او باميان ولايتونو ته له دوه ورځني سفر وروسته بېرته كابل ته راستون شوى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA