ads

د بادغيس د قادس ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه شوي

د بادغيس امنيتي مسوولين وايي، له ۸۰۰ زياتو وسله والو طالبانو د قادس ولسوالۍ د نيولو په هدف د دې ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه وكړل، چې د امنيتي ځواكونو لخوا په شا وتمبول شول.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 لړم 1397
د بادغيس د قادس ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه شوي

د بادغيس امنيتي مسوولين وايي، له ۸۰۰ زياتو وسله والو طالبانو د قادس ولسوالۍ د نيولو په هدف د دې ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه وكړل، چې د امنيتي ځواكونو لخوا په شا وتمبول شول.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د وياند نقيب الله اميني په وينا، په قادس ولسوالۍ كې د جګړو په مهال د درېيو قوماندانانو او يوه ماين جوړوونكي په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
نوموړي وويل، د نښتو په ترڅ كې دوه سيمه ييز پوليس هم وژل شوي، درې سيمه ييز پوليس او د ملي اردو اته سرتېري ژوبل دي.
په همدې حال كې وسله وال طالبان وايي، د بادغيس د قادس ولسوالۍ پر امنيتي پوستو يې په بريدونو سره يوه قرارګاه او درې پوستې نيولې دي.
طالب وياند قاري محمد يوسف احمدي ادعا كوي، چې په دغو بريدونو كې يې ۱۱ افغان سرتېري وژلي او ۱۵ نور يې ټپيان كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA