ads

د امريكا د كليفورنيا ايالت د اورلګېدنې مرګ ژوبله زياته شوه

ځايي چارواكي وايي، د امريكا په كليفورنيا ايالت كې د ۱۴ نورو جسدونو په موندلو سره په دغه ايالت كې د روانې اورلګېدنې د تلفاتو شمېر لږ تر لږه ۲۵ تنو ته زيات شو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 لړم 1397
د امريكا د كليفورنيا ايالت د اورلګېدنې مرګ ژوبله زياته شوه

ځايي چارواكي وايي، د امريكا په كليفورنيا ايالت كې د ۱۴ نورو جسدونو په موندلو سره په دغه ايالت كې د روانې اورلګېدنې د تلفاتو شمېر لږ تر لږه ۲۵ تنو ته زيات شو.
دا جسدونه په پاراډايس ښار كې موندل شوي، چې د اورلګېدنې له كبله په بشپړ ډول تخليه شوى دى.
ويل كېږي ۱۱۰ تنه ورك او د پيدا كولو لپاره يې هڅې تراوسه ناكامې دي.
سيمه ييزو چارواكو ويلي، اورلګېدنې تر دا مهاله له ۶۷۰۰ زيات كورونه او سوداګريز ملكيتونه په ايرو بدل كړي او ښايي د پېښې د قربانيانو شمېر لوړ شي.
په امريكا كې د اورلګېدنو د ثبت له پيل راهيسې د كليفورنيا ايالت اورلګېدنه تر ټولو زياته خونړۍ بلل شوې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA