ads

اروپا ته تلونکي کډوال له مرګ سره لوبې کوي

د راپورونو له مخې، په سوريې، افغانستان، عراق، يمن، ليبيا او يو شمېر نورو افريقايي هېوادونو کې د ترهګرو ډلو د فعاليت له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر کډوال اروپايي هېوادونو ته ځي، خو ځينې يې مخکې له دې، چې خپل هدف ته ورسېږي، په اوبو کې ژوند له لاسه ورکوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 لړم 1397
اروپا ته تلونکي کډوال له مرګ سره لوبې کوي

د راپورونو له مخې، په سوريې، افغانستان، عراق، يمن، ليبيا او يو شمېر نورو افريقايي هېوادونو کې د ترهګرو ډلو د فعاليت له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر کډوال اروپايي هېوادونو ته ځي، خو ځينې يې مخکې له دې، چې خپل هدف ته ورسېږي، په اوبو کې ژوند له لاسه ورکوي.
د يونان د ساحلي ګارد د معلوماتو پر بنسټ، هره ورځ د يو شمېر هغو کډوالو جسدونه مومي، چې اروپا ته پر لاره يې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
راپورونه وايي، د ترکيې او يونان ترمنځ اوره سرحد اوس هغه لاره ده، چې ډېری کډوال ترې اروپا ته د ځان رسولو لپاره ګټه اخلي.
د يونان ساحلي ګارد ويلي، يوازې په تېره يوه اونۍ کې يې د شاوخوا ۱۰۰ هغو کډوالو جسدونه موندلي، چې له ترهګرو ډلو د خونديتوب او په اروپا کې د ښه ژوند په هيله يې په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ويل کېږي ترکيه ډېری وخت هڅه کوي کډوالو ته اجازه ورکړي، چې د دغه هېواد له پولو تېر شي او اروپا ته ځانونه ورسوي، چې په دې وروستيو کې د ترکيې دې پاليسۍ د اروپايي هېوادونو غوسه پارولې ده.
د يوناني رسنيو د راپورونو له مخې، شاوخوا ۳۶۴۰ کډوال ماشومان، چې په يونان کې مېشت دي، له سختو ستونزو له ډلې يې جنسي استفادې سره مخ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA