د هرات پوليسو په دې ولايت كې په تروريستي بريدونو كې د لاس لرلو په تور يو ملا امام له پنځو نورو كسانو سره نيولى دى.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د وياند د دفتر سرپرست فرزاد فروتن وايي، دغې شپږ كسيزې ډلې د پښتون زرغون ولسوالۍ د بُلند آب كلي د جومات د ملا امام محمد ايوبي په مشرۍ فعاليت كاوه.
د هغه په وينا، د ترسره شوو څېړنو پر بنسټ ياد ملا امام له مودو راهيسې خپل كسان روزل او وروسته يې امنيتي سرتېري ترور كول.
فروتن زياتوي، په تازه پېښه كې د تېرې پنجشنبې په ورځ د پښتون زرغون ولسوالۍ په بُلند آب كلي كې دوه پوليس ترور شول، چې د امنيتي ځواكونو تر څېړنو وروسته د پېښې دوه تنه عاملين د ملا محمد ايوبي په كور كې ونيول شول او پر خپل جرم يې اعتراف وكړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ