ads

په بلخ كې ۷۰ قماربازان نيول شوي

په بلخ كې پوليسو ۷۰ قماربازان نيولي او يو تن يې وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير آصف آزادي كليد ته وويل، دا كسان پرون مازديګر د نهر شاهي ولسوالۍ په شاديان دښته كې د قماربازۍ په مهال ونيول شول.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 لړم 1397
په بلخ كې ۷۰ قماربازان نيول شوي

په بلخ كې پوليسو ۷۰ قماربازان نيولي او يو تن يې وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير آصف آزادي كليد ته وويل، دا كسان پرون مازديګر د نهر شاهي ولسوالۍ په شاديان دښته كې د قماربازۍ په مهال ونيول شول.
هغه زياته كړه، نيول شوي كسان د نهر شاهي ولسوالۍ زندان ته لېږدول شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، نامعلومو كسانو د بلخ د مركز مزار شريف ښار د اوومې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې يو ځوان د چاقو په وسيله وژلى دى.
آصف آزادي وايي، امنيتي ځواكونو د پېښې په تړاو دوه تنه نيولي دي.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د مزار شريف ښار په دوو لويو قمارخونو كې نېږدې ۷۰ قماربازان نيول شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA