د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولين وايي، په اروزګان كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د دولت څلور وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د دې قول اردو وياند احمد صادق عيسى نن كليد ته وويل، دا كسان د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلې لېوا ځواكونو د عملياتو په مهال د اروزګان د مركز ترينكوټ ښار په مربوطاتو كې ووژل شول.
د نوموړي په خبره، په دغو عملياتو كې د مخالفينو دوه قرارګاوې هم له وسلو، مهماتو او چاودېدونكو توكو سره له منځه وړل شوې دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ