د فراه امنيتي مسوولين يو ځل بيا د دغه ولايت پر مركز د وسله والو طالبانو د بريدونو خبر وركوي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې له څو خواوو د دې ولايت پر مركز بريدونه وكړل، چې د كومانډو ځواكونو په مرسته په شا وتمبول شول.
د هغه په وينا، د جګړو په مهال د څو مشهورو قوماندانانو په ګډون ۲۴ طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان دي.
محب زياته كړه، د نښتو په ترڅ كې دوه امنيتي سرتېري هم وژل شوي او درې تنه نور ژوبل دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا په فراه كې د دوى د ملګرو د مرګ ژوبلې ادعا ردوي او په خبره يې، طالبانو د فراه ښار يوه امنيتي پوسته نيولې او اووه پوليس يې وژلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ