ads

جمهور رئيس غني دايكندي ته رسېدلى

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار دايكندي ته د خپل سفر په لړ كې د دغه ولايت د مركز نيلي ښار د سړك د قير كولو كار پرانيست.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 لړم 1397
جمهور رئيس غني دايكندي ته رسېدلى

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار دايكندي ته د خپل سفر په لړ كې د دغه ولايت د مركز نيلي ښار د سړك د قير كولو كار پرانيست.
د ارګ د معلوماتو له مخې، له دښت سيمې د دايكندي تر زاړه بازاره دا غځېدلى سړك شاوخوا نهه كيلومټره اوږدوالى لري، چې په ۱۸ مياشتو كې به يې د قير كېدو چارې بشپړې شي.
سرچينه وايي، دا سړك د ټولګټو چارو وزارت لخوا ډيزاين شوى او د حكومت د پراختيايي بوديجې په ۴۳۰ ميليونه افغانۍ مالي لګښت جوړېږي.
جمهور رئيس غني به دايكندي ته د سفر په مهال د يو شمېر پروژو د كار پر پرانيستلو سربېره د دې ولايت له ملکي او نظامي مسوولينو، ديني عالمانو او متنفذينو، ښځو، د پوهنتون استادانو او د ښوونځيو ښوونکو او د مختلفو اقشارو له استازو سره جلا کتنې ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA