51
۱۸ لړم ۱۳۹۷
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

مسكو نن د افغانستان د سولې په اړه د غونډې كوربه دى

ټاكل شوې نن په مسكو كې د ۱۲ هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړه او د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګي لاوروف په وينا پيل شي.
ظاهراً افغانستان دې غونډې ته چندان اهميت نه دی ورکړی او د سولې عالي شورا يو څلور کسيز پلاوی يې ور استولی، چې د دې شورا رئيس هم په کې شامل نه دی.
په همدې حال كې طالبانو هم تاييد كړې، چې د مسكو په غونډه كې به يې پنځه كسيز پلاوى ګډون وكړي او په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د حضور په تړاو به خپل دريځ څرګند كړي.
بل پلو په مسکو کې د امريکا د سفارت چارواکي به په دغه غونډه كې د څارونکو په توګه برخه واخلي.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري وايي، د مسکو د غونـډې اجنډا د افغانستان سوله او د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پيلول دي.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *