65
۱۸ لړم ۱۳۹۷
لیکونکی: عصمت‌الله مايار

د مسكو د غونډې ګډونوالو د سولې له بين الافغاني مذاكراتو ملاتړ وكړ

د افغانستان د سولې په اړه د مسكو د غونډې ګډونوالو د سولې پر بين الافغاني مذاكراتو د ټينګار ترڅنګ په دې برخه كې د همكارۍ ژمنه وكړه.
دا غونډه نن د روسيې په پايتخت مسكو كې د ۱۱ هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوه، چې په كې په لومړي ځل د طالبانو او د سولې عالي شورا استازو هممهاله حضور درلود.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري دغه غونډه ګټوره بولي او وايي، د دې شورا غړو د مسكو په غونډه كې د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت د سولې پر خبرو ټينګار وكړ.
د هغه په وينا، د طالبانو استازي په هېواد كې د جګړې د پاى ته رسېدو او د بهرنيو ځواكونو د وتلو غوښتونكي شول.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د مسكو د غونډې په پرانيستونكې وينا كې د غونډې له جوړېدو د دې هېواد هدف د افغان سولې پروسې ګړندي كول ياد كړل.
ټاكل شوې وه، چې دا غونډه د تېرې سپټمبر مياشتې په لومړيو كې جوړه شي، خو د افغانستان د حكومت په غوښتنې وځنډول شوه.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *