50
۱۸ لړم ۱۳۹۷
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

ايران د پمپيو د څرګندونو په اړه غبرګون وښود

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د خپل امريكايي سيال مايك پمپيو د څرګندونو په غبرګون كې وايي، هېواد يې ايرانيانو ته خوراكي توكي برابروي.
پمپيو په يوه مركه كې ويلي و، د ايران مشران بايد د دې هېواد پر خلكو د بنديزونو د سختيو مخنيوي لپاره خپل چلند بدل كړي.
خو ظريف بيا پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د امريكا د بهرنيو چارو وزير د متحدو ايالتونو د نامشروع بنديزونو په خاطر ايران ملامت بولي، چې خوراكي توكو، درملو او مالي خدمتونو ته د ايرانيانو د لاسرسي مخه نيسي.
ده واشنګټن د هغه څه له كبله، چې د ايران او يمن په وړاندې يې بشري جنايت يادوي، مسوول وباله.
دا په داسې حال كې ده، چې امريكا پر ايران ځينې لرې كړاى شوي بنديزونه د تېرې دوشنبې په ورځ بېرته ولګول.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *