ads

نړيوال جام او اېمرجنګ اسيا جام سياليو ته لومړنۍ لوبډلې اعلان شوې

د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د نړيوال جام سياليو ته د بشپړ چمتووالي لپاره د ملي لوبډلې د تمريناتي کمپ او اېمرجنګ اسيا جام سياليو لپاره لومړنۍ لوبډلې اعلان کړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 لړم 1397

د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د نړيوال جام سياليو ته د بشپړ چمتووالي لپاره د ملي لوبډلې د تمريناتي کمپ او اېمرجنګ اسيا جام سياليو لپاره لومړنۍ لوبډلې اعلان کړې.

د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي يوې خبرې ناستې ته وويل، لوبډلې په خپلواک ډول ټاکل کېږي او دوی هرڅه د لوبډلې د پياوړتيا او د افغانستان د نوم د لوړېدو په هدف ترسره کوي.

د نړيوال جام لپاره د تمريناتي کمپ په لوبډله کې حضرت الله ځاځی، جاوېد احمدي، نورعلي ځدراڼ، عثمان غني، حشمت الله شهيدي، رحمت شاه، سميع الله شينواري، اصغر افغان، شهزاد محمدي، منير احمد، افسر ځاځي، محمد نبي، ګلبدين نايب، ميرويس اشرف،  راشد ارمان،افتاب عالم، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، سيد شېرزاد، فريد ملک، يمين احمدزي، مجيب  ځدراڼ، شرف الدين اشرف او حمزه هوتک شامل دي او پهه اېمرجنګ لومړنۍ لوبډله کې ابراهيم ځدراڼ، احسان الله، بهير محبوب، شاهد کمال، درويش رسولي، شفيق الله شفق، نجيب ځدراڼ، ناصر جمال، رحمان الله ګربز،اکرام علي خېل، شمس الرحمن، عظمت الله، مسلم موسی، کريم جنت، ضيا شريفي، فضل حق، يوسف ځاځي، وفادار مومند، نوين الحق، وقار سليمانخېل، ضيا اکبر، قيس احمد او ظاهرخان شامل دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA