د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته د غزني د جاغوري ولسوالۍ په اړوندو دوو امنيتي پوستو پراخ بريدونه کړي دي.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري کليد ته وويل، جګړې د سهار تر اوو بجو دوام درلود.
د غزني د تر ټولو امنې ولسوالۍ جاغوري پر امنيتي پوستو داسې مهال بريد کېږي، چې ويل کېږي د غزني ولايت ۸۰ فيصده خاوره د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې ده او حتا د غزني ښار اوسېدونکي يو ځل بيا د دغه ولايت د سقوط اندېښنو په سر اخيستي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ