ملي پوليسو په هرات كې د دوو ماين چاودنو مخه نيولې ده.
د كورنيو چارو وزارت لخوا نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا ماينونه ترهګرو د پښتون زرغون ولسوالۍ په مهاجر اباد سيمه كې تازه د سړك پر غاړه د تروريستي بريدونو د ترسره كولو په هدف ځاى پر ځاى كړي وو.
سرچينه وايي، د دغو ماينونو په كشف او خنثى كولو سره په هرات كې د دوو تروريستي پېښو، چې د ملكي تلفاتو سبب كېدې، په وخت مخه ونيول شوه.
تر دې دمه د يادو ماينونو د ايښودو مسووليت كوم شخص يا ډلې نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ