جمهور رئيس محمد اشرف غني پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له خپلو وسلو سره مخه ښه وکړي او له پرديو سره خپلې اړيکې پرې کړي.
نوموړي تېر مازديګر د پكتيكا په مركز ښرنه كې د دغه ولايت مشرانو، ديني عالمانو، د ولايتي شورا غړو، ځوانانو، ښځو او د بېلابېلو قشرونو استازو ته د وينا په مهال وويل، طالبان دې له خپل هېواد سره، چې د مور او پلار حيثيت لري، يوځاى شي، ځکه هېڅوک هم له مور او پلار څخه زيات مهربان نه دى.
جمهور رئيس غني د پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر او ميدان وردګ ولايتونو واليانو ته لارښوونه وکړه، چې په ګډه سلا د يادو ولايتونو لپاره امنيتي پلان ترتيب او تطبيق او همدارنګه د لويو لارو د خونديتوب په برخه کې خپله همغږي او همکاري زياته كړي او د ولسونو رول ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه پكتيكا دوهمې درجې ته لوړه كړه او په خبره يې، د دغه ولايت پوهنتون به مستقل او د دوو نورو پوهنځيو لرونکى شي.
بايد وويل شي، چې جمهور رئيس غني د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پكتيكا ته د سفر په ترڅ كې د دې ولايت له امنيتي او دفاعي مسوولينو، د ولايتي شورا غړو، د ښځو له استازو، ښوونكو او استادانو او ځينو نورو سره جلا ليدنې هم درلودې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ