په بلخ كې د روان لمريز كال له پيله تراوسه ۱۴۹ ټرافيكي پېښې رامنځته شوي، چې له كبله يې ۲۴۱ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د ټرافيكو مديريت د پېښو د څېړنې آمر عبدالحق صفا كليد ته وويل، سږ كال ټرافيكي پېښو په بلخ كې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۱ كسان وژلي او ۱۶۰ نور يې ټپيان كړي دي.
نوموړى په دغه ولايت كې د ټرافيكي پېښو د زياتېدو علتونه د موټر چلوونكو بې احتياطي، د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل او د سړكونو خرابوالى ښيي.
په بلخ كې وروستۍ ټرافيكي پېښه د تېرې جمعې په شپه رامنځته شوه، چې په ترڅ كې يې نهو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ