ads

راشد د الراونډرانو په درجه بندۍ کې پر خپل لومړي مقام پاتې او نبي دوهم شو

افغان لوبغاړى محمد نبي د كركټ د يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې له درېيم مقامه دوهم ته لوړ او راشد خان پر خپل لومړي مقام پاتې شو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 لړم 1397
راشد د الراونډرانو په درجه بندۍ کې پر خپل لومړي مقام پاتې او نبي دوهم شو

افغان لوبغاړى محمد نبي د كركټ د يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې له درېيم مقامه دوهم ته لوړ او راشد خان پر خپل لومړي مقام پاتې شو.
د كركټ نړيوالې شورا له لوري د يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو د خپرې شوې تازه درجه بندۍ له مخې، راشد خان د ۳۵۳ نومرو په لرلو لومړى، محمد نبي د ۳۳۷ نومرو په ترلاسه كولو دوهم او بنګله دېشى لوبغاړى شكېب الحسن د ۳۳۲ نومرو په خپلولو په جدول كې درېيم ځاى لري.
شاوخوا يوه مياشت وړاندې د يادې شورا په خپرې شوې درجه بندۍ كې هم راشد خان لومړى مقام درلود، خو محمد نبي، چې مخكې دوهم و، درېيم مقام ترلاسه كړى او ځاى يې شكېب الحسن نيولى و.
د يادونې وړ ده، چې د كركټ د ۲۰ اوريزو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ كې هم محمد نبي دوهم ځاى لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA