جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د پکتيکا د ملکي او نظامي مسوولينو او مشرانو په حضور کې د دغه ولايت د مقام نوې ودانۍ پرانيسته.
د ارګ د معلوماتو پر بنسټ، دا ودانۍ د ۱۳ ميليونه افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې په اساسي او معياري ډول جوړه شوې ده.
سرچينه وايي، جمهور رئيس غني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار پکتيکا ته ورسېد، چې د دې ولايت له ملکي او نظامي مسوولينو او د بېلابېلو قشرونو له استازو سره به جلا کتنې ولري.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد جمهور رئيس په دې وروستيو كې خپل ولايتي سفرونه زيات كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ