په بادغيس كې د يوه ۲۲ كلن ځوان د قتل په تور درې امنيتي منسوبين نيول شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني وايي، د مركز قلعه نو ښار د باغك سيمې اوسېدونكى محمد رحمن وړمه شپه په ډزو ووژل شو.
نوموړى زياتوي، پوليسو د پېښې په تړاو د ملي اردو د درېيمې پلې لېوا دوه افسران او د پوليسو د ځانګړې قطعې يو سرتېرى نيولي دي.
د اميني په وينا، امنيتي ځواكونو له نيول شوو كسانو يو ميل تومانچه او يو عراده موټرسايكل ترلاسه كړل.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ وياند وويل، د پېښې په اړه له نيول شوو كسانو څېړنې روانې دي.