ads

په ميدان ښار كې موټربم ځانمرګي بريد ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ميدان وردګ په مركز ميدان ښار كې د ملي پوليسو د عمومي مركز مخې ته موټربم ځانمرګي بريد ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 لړم 1397
په ميدان ښار كې موټربم ځانمرګي بريد ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

لومړى تعقيب – د ميدان وردګ په مركز ميدان ښار كې د ملي پوليسو د عمومي مركز مخې ته موټربم ځانمرګي بريد ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عبدالرحمن منګل كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۳۰ دقيقې دوه مارسيډيز ډوله موټرونه، چې د ياد مركز د موټر جوړونې برخې كاركوونكي يې داخل ته لېږدول، موټربم ځانمرګي بريد په نښه كړل.
نوموړي زياته كړه، په پېښه كې د لومړنيو معلوماتو له مخې پنځه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى او كليد ته يې په را استول شوې خبرپاڼه كې په دغه بريد كې د لسګونو افغان سرتېرو د وژلو ادعا كړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA