وسله والو طالبانو د غور د شهرك ولسوالۍ كې د نفوسو د احوالو ثبتولو مدير عبدالسلام وواژه.
د دغه ولايت د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، طالبانو تېر ماښام عبدالسلام د يادې ولسوالۍ په اِسكيچِك سيمه كې له خپل كوره بهر كړ او ډزې يې پرې وكړې.
د هغه په وينا، د پېښې اصلي علت تر دې دمه معلوم نه دى، خو ښايي نوموړى د دولتي دندې لرلو له كبله وژل شوى وي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ