د باميان يو شمېر ديني عالمان او فرهنګپال په دې ولايت كې د طلاق پېښو د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، ځينې ښځې هلته د بېوزلۍ، بېكارۍ او ناوړه دودونو له كبله طلاق ته زړه ښه كوي.
د ناصر اخلاقي په نوم ديني عالم كليد ته وويل، په تېرو اوو مياشتو كې په باميان كې له زرو زياتو ښځو له خپلو مېړونو طلاق اخيستى دى.
نوموړى د دې كار عمده علت د واده په مهال د دواړو لورو نارضياتي ښيي.
په همدې حال كې ځينې ځوانان د ناوړه دودونو پر له منځه وړلو ټينګار كوي او زياتوي، ځوانان دې د واده لپاره لومړى يو بل وپېژني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ