ads

طوفان هريرود لوبډلې د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو اتلولي وګټله

د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو اتلولي طوفان هريرود لوبډلې خپله كړه.
د دغو سياليو په پايلوبه كې، چې تېر ماښام په كابل كې ترسره شوه، شاهين اسمايي او طوفان هريرود لوبډلې د لوبې ډګر ته ووتې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
4 لړم 1397
طوفان هريرود لوبډلې د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو اتلولي وګټله

د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو اتلولي طوفان هريرود لوبډلې خپله كړه.
د دغو سياليو په پايلوبه كې، چې تېر ماښام په كابل كې ترسره شوه، شاهين اسمايي او طوفان هريرود لوبډلې د لوبې ډګر ته ووتې.
پايلوبه د صفر په مقابل كې په يوه ګول وهلو د طوفان هريرود لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
په دوو نيمه پايلوبو كې شاهين اسمايي د ميوند اتلان او طوفان هريرود د اباسين څپې لوبډلې ته په ماتې وركولو پايلوبې ته لار موندلې وه.
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو لوبډلو په لومړي ګروپ کې شاهين اسمايي، د سپين غر بازان، د اباسين څپې او موج های امو لوبډلې او په دوهم ګروپ كې عقابان هندوکش، د ميوند اتلان، طوفان هريرود او سيمرغ البرز لوبډلې شاملې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA