ads

د عبدالجبار قهرمان پر انځور د خوست والي او د ولسي جرګې مرستيال شخړه کړې

د خوست ولايت په مېلمستون کې د والي حکم خان حبيبي او د ولسي جرګې د مرستيال همايون همايون ترمنځ په بنر کې د عبدالجبار قهرمان د عکس پر سر لفظي شخړه وشوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
2 لړم 1397
د عبدالجبار قهرمان پر انځور د خوست والي او د ولسي جرګې مرستيال شخړه کړې

د خوست ولايت په مېلمستون کې د والي حکم خان حبيبي او د ولسي جرګې د مرستيال همايون همايون ترمنځ په بنر کې د عبدالجبار قهرمان د عکس پر سر لفظي شخړه وشوه.
هلته د کندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال رازق او د امنيت رييس جنرال مومن حسين خيل فاتحه اخيستل کېده، خو پر دېوال ځړول شوي بنر کې د عبدالجبار قهرمان عکس نه و، چې همايون پرې اعتراض وکړ.
والي حکم خان حبيبي د لفظي شخړې پر وخت وويل چې قهرمان دده لپاره قهرمان نه دي.

خو همايون همايون وايي چې د هيواد ټول شهيدان يو شان دي، په کار ده چې د درې واړو مراسم يوځای نيول شوي وای.
په ورته مهال په ټوليزو رسنيو کې په دې اړوند خپرې شوو  وېډيوګانو هم د ځوانانو احساسات راپارولي او ډېری ځوانانو د خوست د والي حکم خان حبيبي د ګوښه کېدو غوښتنه کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA