پوهانو د ميليونونو توريستانو د جذب لپاره د چين له لوري د نړۍ د يوه ستر طبيعي يخچال د ويلي کولو او د هغه د منفي اغېزو په تړاو خبرداری ورکړ.
د چين لومړۍ شمېره بايوشويي يخچال له ۱۹۸۲يم ميلادي کال را وروسته تر ۶۰ فيصده خپلې واورينې برخې او يخ له لاسه ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه غر په اسيا کې د لسو سترو سيندونو اصلي سرچينه ده.
دا طبيعي يخچال د چين په جنوب کې موقعيت لري او توريستان توانېدلي، چې د هغه د ځينو برخو د ويلي کولو له لارې ۴ زره او ۵۷۰ متره لوړې سطحې ته پور ته شي.
هر کال ميليونونه کسان د چين دې واورينې او د يخ سيمې ته ورځي، چې له جنوب قطب او ګرين لنډ وروسته د نړۍ ۱ پر ۳ د يخ ستره زېرمه جوړوي.
له دې سترې يخي سرچينې له ويتنامه تر افغانستانه د اوبو له درکه ميلياردونه وګړي تغذيه کېږي.