ads

په پاكستان كې د روسي او پاكستاني سرتېرو ګډ پوځي تمرينونه پيل شول

پاكستان ته لسګونه روسي سرتېري رسېدلي او له پاكستاني پوځيانو سره يې ګډ پوځي تمرينونه پيل كړي دي.

نویسنده: mayar
1 لړم 1397
په پاكستان كې د روسي او پاكستاني سرتېرو ګډ پوځي تمرينونه پيل شول

پاكستان ته لسګونه روسي سرتېري رسېدلي او له پاكستاني پوځيانو سره يې ګډ پوځي تمرينونه پيل كړي دي.
پاكستاني پوځ د دوشنبې په ورځ ويلي، دا د دواړو هېوادونو د سرتېرو ترمنځ د ګډو پوځي تمرينونو درېيم پړاو دى.
سرچينې زياته كړې، د دغو تمرينونو لومړى پړاو په ۲۰۱۶م ميلادي كال كې په پاكستان، دوهم پړاو په روسيې او درېيم بيا په پاكستان كې ترسره كېږي.
پاكستاني پوځ د دې تمرينونو د دوام موده نه ده په ډاګه كړې.
شنونكي د مسكو او اسلام اباد د اړيکو د پراخېدو علت د پاکستان او امريکا د اړيکو ترينګلتيا ښيي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA