ناټو په هرات کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر وركوي.
دغه سازمان وايي، پېښه پرون رامنځته شوې، خو د سرتېرو د هويت په اړه يې معلومات نه دي وركړي.
ناټو په يوه خبرپاڼه كې ويلي، لومړني راپورونه ښيي، چې د افغان امنيتي ځواکونو يوه غړي د غوڅ ملاتړ ماموريت پر ځواکونو ډزې کړې دي.
بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، دا بريد د دوى د ډلې يوه غړي وحيد الله ننګرهاري کړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ