ads

په فراه كې ۵۰ راى وركوونكي برمته شوي

وسله والو طالبانو په فراه كې د ولسي جرګې په ټاكنو كې ۵۰ تنه ګډون كوونكي تښتولي دي.

نویسنده: mayar
1 لړم 1397
په فراه كې ۵۰ راى وركوونكي برمته شوي

وسله والو طالبانو په فراه كې د ولسي جرګې په ټاكنو كې ۵۰ تنه ګډون كوونكي تښتولي دي.
د دې ولايت د ولايتي شورا رئيس فريد بختور كليد ته وويل، طالبانو دا كسان د بالابلوك ولسوالۍ له كنېسك سيمې بېولي دي.
د هغه په وينا، د تښتول شوو له ډلې دوه تنه يې طالبانو وژلي دي.
خو د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب ياده ادعا ردوي او وايي، د طالبانو له لوري د ملكي وګړو د تښتونې په اړه كوم راپور نه دى ور رسېدلى.
دى يوازې د پخوانۍ شخصي دښمنۍ له كبله د طالبانو لخوا د لومړي نمبر لويې لارې په اوږدو كې د يوه ملكي وګړي وژنه تاييدوي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د ولسي جرګې له ټاكنو وړاندې يې خلكو ته خبردارى وركړى و، چې ګډون دې په كې نه كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA