ads

په باميان كې نېږدې ۹۵ ټاكنيز شكايتونه ثبت شوي

په باميان كې د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون ولايتي دفتر وايي، تراوسه يې نېږدې ۹۵ ټاكنيز شكايتونه ثبت كړي او ښايي شمېر يې زيات شي.

نویسنده: mayar
1 لړم 1397
په باميان كې نېږدې ۹۵ ټاكنيز شكايتونه ثبت شوي

په باميان كې د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون ولايتي دفتر وايي، تراوسه يې نېږدې ۹۵ ټاكنيز شكايتونه ثبت كړي او ښايي شمېر يې زيات شي.
د دغه دفتر مرستيالې نرګس محمودي كليد ته وويل، په لېست كې د راى وركوونكو د نومونو نه شتون، د بايومټريك دستګاوو كار نه كول، په ځينو ټاكنيزو مركزونو كې د كاركوونكو كموالى او يو شمېر نورې تخنيكي ستونزې هغه موارد دي، چې خلكو يې په اړه ورته شكايتونه كړي دي.
د هغې په وينا، ژر به د دې شكايتونو څېړنه پيل شي.
په باميان كې له ۱۶۷ زره زياتو كسانو د ولسي جرګې ټاكنو ته نومليكنه كړې وه، خو د مختلفو علتونو له كبله سلګونه تنه ونه توانېدل، چې خپلې رايې وكاروي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA