ads

د کشمير په اړه د عمران خان څرګندونو هند غوسه کړ

وروسته له هغې، چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان په يوه ټويټ کې د هند پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل، نوی ډيلی په اشغال شوي کشمير کې د خلکو وژلو ته دوام ورکوي او نور دې دغه ستونزه د خبرو او نړيوالو اعلاميو له مخې پای ته ورسوي، د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند راويش کومار يې په غبرګون کې وويل، پاکستان دې د هند په کورنيو چارو کې د لاسوهنې پر ځای خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي.

نویسنده: mayar
1 لړم 1397

د ده په وينا، پاکستان د خپل دوه مخي سياست له مخې د خبرو يادونه کوي، په داسې حال کې، چې له ترهګرۍ يې ملاتړ دوام لري.
نوموړي زياته کړه، پاکستان بايد د هند او خپلو نورو ګاونډيو هېوادونو په ضد د ترهګرو ډلو د ملاتړ پر ځای د دې ډلو پتڼځايونه له منځه يوسي او په خبره يې، د ترهګرۍ په وړاندې د اسلام اباد مبارزه به د ټولې سيمې په ګټه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم د عمران خان څرګندونې تاييد کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA