ads

د فوټبال ليګ په دوهمه نيمه پايلوبه كې د اباسين څپې او طوفان هريرود سره مخ کېږي

د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو په دوهمه نيمه پايلوبه کې به نن ماښام د اباسين څپې او طوفان هريرود لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.
تېر ماښام په لومړۍ نيمه پايلوبه كې شاهين اسمايي لوبډلې د ميوند اتلان لوبډلې ته د صفر په مقابل كې په يوه ګول ماتې وركړه او پايلوبې ته يې لار ومونده.

نویسنده: mayar
1 لړم 1397

د نن ماښام بايلونكې لوبډله به د درېيم مقام لپاره د ميوند اتلان له لوبډلې سره ولوبېږي.
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو پايلوبې ته راتلونكې پنجشنبې ټاكل شوې ده.
د دغه ليګ د اووم پړاو لوبډلو په لومړي ګروپ کې شاهين اسمايي، د سپين غر بازان، د اباسين څپې او موج های امو لوبډلې او په دوهم ګروپ كې عقابان هندوکش، د ميوند اتلان، طوفان هريرود او سيمرغ البرز لوبډلې شاملې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA