ads

په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنو ته پوره چمتووالى نيول شوى

په كندهار كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ولايتي دفتر هلته راتلونكو ترسره كېدونكو ټاكنو ته د پوره چمتووالي خبر وركوي.
د دې دفتر رئيس نعمت الله وردګ وايي، د كندهار ښار او ولسواليو ټاكنيزو مركزونو ته يې ټول ټاكنيز حساس او غيرې حساس توكي رسولي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 تله 1397
په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنو ته پوره چمتووالى نيول شوى

په كندهار كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ولايتي دفتر هلته راتلونكو ترسره كېدونكو ټاكنو ته د پوره چمتووالي خبر وركوي.
د دې دفتر رئيس نعمت الله وردګ وايي، د كندهار ښار او ولسواليو د راى وركولو مركزونو ته يې ټول ټاكنيز حساس او غيرې حساس توكي رسولي دي.
نوموړى زياتوي، د راتلونكې شنبې په ورځ به، چې د لړم مياشتې له پنځمې نېټې سره برابره ده، په دغه ولايت كې د ولسي جرګې ټاكنې بشپړې رڼې او له تخنيكي ستونزو پرته ترسره شي.
د كندهار اوسېدونكي هم وايي، په دې ولايت كې اوس امنيتي حالت نورمال دى او د ټاكنو لپاره پوره چمتووالى لري.
د دوى په وينا، د راتلونكې شنبې په ورځ به په ټاكنو كې پراخ ګډون وكړي او د خپلې خوښې كانديدانو ته به رايې وركړي.
د يادونې وړ ده، چې په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنې د تېرې اونۍ د وسله وال بريد له كبله، چې په كې د دې ولايت امنيه قوماندان او د ملي امنيت رئيس ووژل شول او د والي په گډون يو شمېر نور كسان ټپيان شول، د يوې اونۍ لپاره وځنډول شوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA