د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو په لومړۍ نيمه پايلوبه کې به نن ماښام د ميوند اتلان او شاهين اسمايي لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.
د دغې لوبې ګټونكې لوبډله به پايلوبې ته لار پيدا كړي او بايلونكې به يې د درېيم مقام لپاره ولوبېږي.
ټاكل شوې د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو دوهمه نيمه پايلوبه سبا ماښام د اباسين څپې او طوفان هريرود لوبډلو ترمنځ وشي.
د سياليو پايلوبې ته راتلونكې پنجشنبې ټاكل شوې ده.
د ياد ليګ د اووم پړاو لوبډلو په لومړي ګروپ کې شاهين اسمايي، د سپين غر بازان، د اباسين څپې او موج های امو لوبډلې او په دوهم ګروپ كې عقابان هندوکش، د ميوند اتلان، طوفان هريرود او سيمرغ البرز لوبډلې شاملې وې.