ads

صياد: د ولسي جرګې په ټاكنو كې شاوخوا څلور ميليونه كسانو ګډون كړى

د ټاکنو خپلواك کمېسيون وايي، د ولسي جرګې په دوه ورځنيو ټاکنو کې شاوخوا څلور ميليونه کسانو برخه اخيستې، چې ۶۷ فيصده يې نارينه او ۳۳ فيصده يې ښځې دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 تله 1397
صياد: د ولسي جرګې په ټاكنو كې شاوخوا څلور ميليونه كسانو ګډون كړى

د ټاکنو خپلواك کمېسيون وايي، د ولسي جرګې په دوه ورځنيو ټاکنو کې شاوخوا څلور ميليونه کسانو برخه اخيستې، چې ۶۷ فيصده يې نارينه او ۳۳ فيصده يې ښځې دي.
د دغه كمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد تېر ماښام يوې خبري غونډې ته وويل، د بادغيس او كندهار ولايتونو او ۷۶ ټاكنيزو مركزونو له رايو پرته شاوخوا څلور ميليونه كسانو د خپلې خوښې كانديدانو ته رايې وركړې دي.
ده زياته کړه، په تېرو دوو ورځو كې په ۴۵۷۶ ټاكنيزو مرکزونو کې راى اچونه شوې او په شرايطو برابرو ۴۵ فيصده كسانو د ولسي جرګې په سږنيو ټاكنو كې برخه اخيستې، چې د تېرو ټاكنو په پرتله يې د ګډون كچه زياته ده.
صياد له ټولو څارونكو بنسټونو او خلكو وغوښتل، چې د دوى لخوا د رسمي پايلو له اعلان وړاندې دې د ټاکنو د پايلو په اړه له مخکېني قضاوته ډډه وکړي، ځکه په دې سره د خلکو ذهنونه مغشوش کېږي.
د نوموړي په خبره، د ټولو رايو تر راټولونې او کره شمېرنې وروسته به په نېږدې راتلونكې كې د ټاكنو پايلې اعلان شي.
د ټاکنو خپلواك کمېسيون رئيس همدارنګه وويل، د ټاكنو په پروسه كې ترسره شوې درغلۍ او سرغړونې څېړل كېږي او له عاملينو سره يې قانوني چلند كېږي.
بايد وويل شي، چې يو شمېر ادارو او خلكو د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ولسي جرګې ټاكنو په ناسم مديريت تورن كړى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA