د افغانستان د كركټ غوره ليګ يا اې پي اېل سياليو اتلولي د بلخ لوبډلې وګټله.
د دغو سياليو پايلوبه تېره شپه د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې ترسره شوه.
د لوبې پچه د كابل لوبډلې لوبډلمشر راشد خان وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
د كابل لوبډلې په ټاكل شوو ۲۰ اورونو كې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډې وكړې، خو د بلخ لوبډلې وركړل شوى هدف په ۱۸ اعشاريه ۱ اورونو كې د شپږو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ او په پايلوبه كې يې د كابل لوبډلې ته په څلورو وېكټو ماتې وركړه.
د پايلوبې د غوره لوبغاړي جايزه قيس احمد ترلاسه كړه.
د ليګ تر ټولو غوره توپ اچوونکی ايسورو اوډانا او غوره توپوهونكى شهزاد محمدي شو.
د سياليو غوره ځوان لوبغاړی دروېش رسولي ونومول شو او د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جايزه راشد خان ته وركړل شوه.
د افغانستان د كركټ غوره ليګ يا اې پي اېل په سياليو كې د بلخ، كندهار، ننګرهار، پکتيا او كابل لوبډلې ولوبېدې.