ads

جمهور رئيس غني د ټاكنو پروسه بريالۍ وبلله

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ټاكنو پروسه بريالۍ وبلله او په كې يې له امنيتي ګواښونو سره سره د خلكو پراخ ګډون وستايه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 تله 1397
جمهور رئيس غني د ټاكنو پروسه بريالۍ وبلله

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ټاكنو پروسه بريالۍ وبلله او په كې يې له امنيتي ګواښونو سره سره د خلكو پراخ ګډون وستايه.
هغه په يوه ويډيويي پيغام كې وويل، افغانانو د خپلو رايو د كارولو له لارې نړۍ ته وښوده، چې تاوتريخوالى نه غواړي.
جمهور رئيس غني زياته كړه، افغانانو د ولسواکۍ لپاره خپله اراده او طالبانو ته يې دا ثابته كړه، چې دوى هېڅوك په زور نه شي مهارولى.
د هېواد د جمهور رئيس په وينا، د ولسي جرګې په ټاكنو كې د كانديدانو او راى وركوونكو په توګه د ښځو ګډون د هېواد د ولسواکۍ لپاره تاريخي بريا ده.
نوموړي د ټاكنو د امنيت د ټينګښت لپاره د امنيتي او دفاعي ځواكونو هڅې هم وستايلې.
دا په داسې حال كې ده، چې د ولسي جرګې ټاكنو په مهال د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د چاودنو او بريدونو له كبله لسګونو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA