ads

په کابل کې ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله اړولې

د كابل ښار د ۱۷مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د راى وركولو يوه مركز ته نېږدې ځانمرګي بريد ۷۵ كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: mayar
29 تله 1397
په کابل کې ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله اړولې

د كابل ښار د ۱۷مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د راى وركولو يوه مركز ته نېږدې ځانمرګي بريد ۷۵ كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي وايي، تېر ماښام شاوخوا پنځه بجې يوه ځانمرګي بريد كوونكي مخكې له دې، چې د يادې امنيتي حوزې يوه ټاكنيز مركز ته ځان ورسوي، خپل ځانمرګي واسكټ ته چاودنه وركړه.
نوموړى زياتوي، په دې پېښه كې ۱۵ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان دي.
د عيني شاهدانو په وينا، بريد هغه مهال وشو، چې د خيرخانې په سركوتل سيمه كې يو شمېر ملكي وګړي د راى وركولو دغه مركز ته څېرمه را غونډ شوي وو.
د پېښې مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى، خو تر ټاكنو مخكې وسله والو طالبانو د هغو د ګډوډلو ګواښ كړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA