د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د يوې کورنۍ ۱۱ تنه ووژل.
د اچين ولسوال عاشق الله سادات كليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار اته بجې او ۳۰ دقيقې د مامند درې په مکرانه سيمه کې د ملکي وګړو پر يو سراچه ډوله موټر وشوه.
د هغه په وينا، په پېښه كې په موټر كې ناست څلور نارينه، يوه مېرمن او شپږ ماشومان، چې د يوې كورنۍ غړي وو، وژل شوي دي.
چارواكي وايي، دغه ماين د دولت وسله والو مخالفينو ځاى پر ځاى كړى و، خو هغوى تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ