ads

نن شپه د افغانستان د كركټ غوره ليګ پايلوبه ترسره کېږي

د افغانستان د كركټ غوره ليګ يا اې پي اېل سياليو په دوهمه نيمه پايلوبه كې د كابل لوبډلې د پكتيا لوبډلې ته په ستر توپير ماتې وركړه.

نویسنده: mayar
29 تله 1397
نن شپه د افغانستان د كركټ غوره ليګ پايلوبه ترسره کېږي

د افغانستان د كركټ غوره ليګ يا اې پي اېل سياليو په دوهمه نيمه پايلوبه كې د كابل لوبډلې د پكتيا لوبډلې ته په ستر توپير ماتې وركړه.
دا لوبه تېره شپه د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې ترسره شوه.
د كابل لوبډلې په ټاكل شوو ۲۰ اورونو كې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې وكړې، خو د پكتيا لوبډلې په ۱۴ اعشاريه ۵ اورونو كې يوازې ۱۰۲ منډې وكړې او ټول لوبغاړي يې له لاسه وركړل.
لومړۍ نيمه پايلوبه د بلخ لوبډلې د ننګرهار له لوبډلې څخه د ۱۷۱ منډو په توپير ګټلې او پايلوبې ته يې لار موندلې وه.
د افغانستان د كركټ غوره ليګ يا اې پي اېل سياليو پايلوبه نن شپه په اتو بجو او ۳۰ دقيقو پيلېږي.
په دغو سياليو كې د بلخ، كندهار، ننګرهار، پکتيا او كابل لوبډلو برخه لرله، خو د كندهار، ننګرهار او پكتيا لوبډلې له سياليو بهر شوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA