ads

فيفا: د ټاكنو خپلواك كمېسيون دې بښنه نه غواړي، ستونزې دې حل کړي

پر يو شمېر نورو ادارو سربېره د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو بنسټ فيفا هم د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ولسي جرګې ټاكنو په ناسم مديريت تورن كړ.

نویسنده: mayar
29 تله 1397
فيفا: د ټاكنو خپلواك كمېسيون دې بښنه نه غواړي، ستونزې دې حل کړي

پر يو شمېر نورو ادارو سربېره د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو بنسټ فيفا هم د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ولسي جرګې ټاكنو په ناسم مديريت تورن كړ.
د دغه كمېسيون اجرايوي رئيس محمد يوسف رشيد وايي، دا ناسم مديريت سبب شو، چې خلك سرګردانه او له خپل حقه محروم شي او په سمه توګه په دې پروسه كې ګډون ونه كړي.
نوموړي په ټاكنيزو مركزونو كې د راى وركوونكو د لېست شتون يوه له لويو ستونزه ياده كړه.
د رشيد په وينا، د ټاكنو خپلواك كمېسيون دې يوازې له خلكو په بښنې غوښتلو بسنه نه كوي، بلكې د هغوى ستونزې دې حل او پوښتنې دې ځواب كړي.
د فيفا اجرايوي رئيس وويل، له امنيتي ګواښونو او پر ټاكنيزې پروسې له بې باورۍ سره سره خلكو خپلې رايې وكارولې، چې دوى يې ستاينه كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكنو پروسه د عامو وګړو له نيوكو سره هم مخ شوې او ګڼ شمېر كسان په دې پروسه كې د ستونزو له كبله نه دي توانېدلي، چې د خپلې خوښې كانديدانو ته رايې وركړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA