د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، د ټاکنو په تړاو د هېواد له ۳۲ ولايتونو تر دې مهاله ورته ۵ زره ۵ سوه ۴۷ د ستونزو موارد، چې په کې شکايتونه، نيوکې او معلومات شامل دي، رسېدلي دي.
د دغه كمېسيون منشي او وياند علي رضا روحاني نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، د رای ورکولو د مركزونو په ځنډ پرانيستل کېدل، ټاکنيزو مركزونو ته د رای ورکوونکو د لېست نه رسېدل، له بايومټريک سيسټم سره د ټاكنو د کارکوونکو نابلدي، د دغه سيسټم کار نه کول او د رای پاڼو کموالی هغه جدي ستونزې دي، چې د هېواد په ۳۲ ولايتونو کې يې پر ټاکنيز بهير منفي اغېز کړی دى.
روحاني زياته کړه، حکومتي چارواکي تر ډېره پر خپلې دې ژمنې، چې د راى وركولو په پروسه كې به لاسوهنه نه کوي، درېدلي او دا ژمنه يې په عمل کې هم ثابته كړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ولسي جرګې پر ناسم مديريت تورن شوى، خو دا كمېسيون ځان سپين بولي او د ټاكنو په پروسه كې د رامنځته شوو ستونزه پړه پر نورو اچوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ