د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، پرون له کندهار او غزني پرته د هېواد په ۳۲ ولايتونو کې د ټاکنو پروسه په ښه ډول ترسره شوه، واليانو او ولسوالانو يې څارنه او د ستونزې په وخت يې همکاري وکړه.
د دې ادارې وياند سيدشاه سقيم، چې نن يې په کابل کې خبري غونډې ته خبرې کولې وويل، د ټاکنو پروسه ۹۳ فيصده بريالۍ وه او يوازې اووه فيصده دوی له ستونزو سره مخ وو.
سقيم همدارنګه په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې د رای ورکولو په پروسه کې د ښځو ګډون پراخ وباله او ټينګار يې درلود، چې حتا په ځينو سيمو کې ښځې له خپلو اولادونو سره د رای ورکولو د مرکزونو په لور لاړې او خپلې رايې يې وکارولې.
که څه هم پرون د امنيت د ټينګښت په برخه کې د افغان ځواکونو هڅې تر يوې کچې ستايل شوې، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون بيا د ټاكنو پروسې په كمزوري مديريت تورن شوى دى.